روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۲۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۲:۲۳
: 2

متقي د ۱۰ هېوادونو سفیرانو ته: د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ۱۰ هېوادونو سفیرانو سره په کتنه کې ویلي چې د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ۱۰ هېوادونو سفیرانو سره په کتنه کې ویلي چې د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل چهارشنبه د سلواغې پر ۴مه د امیرخان متقي او په کابل کې د سیمې هېوادونو د سفیرانو او ډيپلوماتیکو ماموریتونو له مشرانو سره د کتنې خبر ورکړی دی.

د نوموړي په خبره، په دې ناسته کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا سفیرانو او د ډيپلوماتیکو ماموریتونو مشرانو ګډون کړی و.

په دې کتنه کې متقي زیاته کړې چې د سیمې هېوادونه دې له طالبانو سره د «مثبت تعامل د زیاتوالي» او دوام لپاره سیمه‌ییزې سلامشورې ترسره کړي.

تکل د متقي په حواله لیکلي چې نوموړي له دغو ډيپلوماتانو غوښتي چې خپلو اړوندو هېوادونو ته د طالبانو منطقه‌محوره ابتکار پیغام ورسوي.

متقي دا څرګندونې له هغې وروسته کړي چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ. د دغه پرېکړه‌لیک پر بنسټ به دا سازمان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکي، څو له طالبانو سره د «تعامل» څرنګوالی مشخص کړي.

طالبانو تر دې مخکې هم د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی و او ویلي یې و چې د اضافي ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه شته.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x