روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۳
: 2

متقي د طالبانو د امر باالمعروف قانون خلک له جدي ستونزو سره نه دي مخ کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وایي چې د دې ډلې د امر باالمعروف او نهې عن المنکر قانون د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې له جدي ستونزو سره نه دي مخ کړي.

متقي پنجشنبه د وږي پر ۲۹مه، د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور وړاندې کولو په پروګرام ویلي چې د دعه قانون په تړاو په خپل وخت کې د اړوند وزارت لخوا وضاحت ورکړل شوی دی.

هغه زیاته کړه: «موږ او تاسو په کابل او نورو ولایتونو کې عملاً وینو چې خلک او خویندې له کومې جدي ستونزې سره نه دي مخ شوي.»

د هغه په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر له قانون سره د هرې موضوع تړل «ښه» نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو نوی قانون د ښځو غږ، مخ او په عامه ځایونو کې د هغوی حضور «عورت» بللی او دا کار یې «جرم» ګڼلی دی.

دغه قانون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو بنسټونو لخوا غندل شوی دی.

پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا د امنیت شورا په غونډه کې ویلي وو، چې د طالبانو د امر باالمعروف او نهې عن المنکر قانون له نړیوالې ټولنې سره د دې ډلې د نوي تعامل هڅې له ګواښ سره مخ کړي دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x