روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۳۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۳۸

متقي اوتنبایوا ته: د دوحې غونډې ځانګړې پاېله نه لرله

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د یوناما له مشرې سره په کتنه کې ویلي چې د دوحې ناسته یې له نږدې څارله او ولیدل شول چې کومه «ځانګړې پاېله» یې نه درلوده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پنجشنبه د کب پر ۳مه په خپله ایکس‌پاڼه کې د امیرخان متقي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزوا اوتنبایوا ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.

د متقي په خبره، طالبان هیله‌من دي چې له دوی سره د «تعامل» په اړه ناستې ښې پاېلې ولري.

نوموړي زیاته کړې چې د ناستو د موثریت لپاره اړینه ده چې په خبره یې، له دوی سره پر وخت د ټولو مسایلو په اړه هر اړخیزې سلامشورې وشي.

ورته مهال، بلخي د اوتنبایوا په حواله لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش له نظره باید د استازي په ټاکلو کې داسې اقدام ونه شي چې له طالبانو سره کار پيچلی کړي.

د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو دویمه دوه ورځنۍ ناسته روانه اوونۍ په دوحه کې جوړه شوې وه چې طالبانو پکې له ګډونه ډډه وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د غونډې په پای کې دا ناسته اغېزناکه او ګټوره وبلله.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x