هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۱۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۱-۰۱-۱۴۰۴
تاریخ : ۱۱-۰۱-۱۴۰۴
ساعت : ۱۶:۱۲

ماډرن ډيپلوماسي: طالبان د خپلمنځي اختلافاتو او ناکامې حکومتولۍ له امله سقوط ته نږدې دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ماډرن ډېپلوماسۍ په یوې خپرې شوې مقاله کې ویل شوي، چې پر افغانستان واکمن طالبان تر څلور کاله تېریدو وروسته د پاشل کېدو او سقوط له جدي ګواښ‌ سره مخ دي.

د ماډرن ډېپلوماسۍ په یوې خپرې شوې مقاله کې ویل شوي، چې پر افغانستان واکمن طالبان تر څلور کاله تېریدو وروسته د پاشل کېدو او سقوط له جدي ګواښ‌ سره مخ دي.

داخلي اختلافات، اقتصادي ناورین او د کمزورې حکومتولي یې د طالبانو د بقا پر وړاندې سترې ننګونې بللې دي.

د ماډرن ډيپلوماسۍ د تحلیل له مخې، هغه داخلي یووالی چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو پر ضد د جګړې پر مهال درلود، اوس د ګډوډۍ ښکار شوی دی.

طالبان اوس د ملا هبت‌الله تر مشرۍ لاندې د قبیلوي، سیمه ییزو او ایډیالوژیکو اختلافاتو له امله سختې ستونزې تجربه کوي.

په مقاله کې زیاته شوې، د طالبانو دننه د کابل مېشتو او کندهاري سخت دریځه ملایانو ترمنځ اختلافات خورا ژور شوي چې دې چارې د دغه ډلې رهبري له جدي ناورین سره مخ کړې ده.

طالبانو اوس د ملا عمر د واکمنۍ برعکس د یو متمرکز حکومت پر ځای د شخصي ګټو د وېش یو شبکه جوړه کړې.

د ملا هبت‌الله له‌خوا د نورزي قبیلې ته ځانګړې امتیاز ورکول کېږي او د نورو قبیلو څنګ ته کول، د طالبانو دننه نارضایتي زیاته کړې.

په ورته وخت کې د طالبانو سیمه‌ییز قوماندانان د قدرت ترلاسه کولو لپاره یو بل سره سیالۍ کوي چې دې وضعیت د طالبانو حکومتداري لا کمزورې کړې او د واک تمرکز یې له منځه وړی دی.

اقتصادي ناورین او د فقر زیاتوالی

د ماډرن ډېپلوماسۍ د مقالې مخې، د طالبانو اقتصادي تګلارو افغانستان د بشري ناورین تر پولو رسولی.

د هېواد اقتصادي سرچینې په ځانګړې توګه د کانونو سکټور د طالبانو د مشرتابه نږدې کسانو په ځانګړي ډول حاجي بشیر نورزي، تر ولکې لاندې راغلي او عواید یې یوازې د یوې محدودې کړۍ تر منځ وېشل شوي دي.

بل لوري عام خلک د درنو مالیاتو، لوړ انفلاسیون او پراخې بې‌وزلۍ سره مخ دي.

مقاله وړاندې کاږي، افغانستان چې مخکې د نړۍوالو مرستو پر مټ روان و، اوس د دغو مرستو د بندېدو له امله له سخت اقتصادي سقوط سره مخ دی.

بیې ۳۰ سلنې پورته شوي، د بې‌کارۍ کچه ۴۰ سلنې ته رسېدلې او له ۹۰ سلنې زیات خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

طالبانو د اقتصادي اصلاحاتو پر ځای د خلکو پر ضد سخت اقدامات کړي او د حقایقو له منلو یې ډډه کړې چې دې چارې هم یې مشروعیت ته جدي زیان اړولی.

ناکامه حکومتولي او نړۍواله انزوا

ماډرن ډېپلوماسي وړاندې لیکي، طالبان چې د جګړې په ډګر کې مهارت لري، د حکومت چلولو وړتیا نه لري.

د طالبانو تر واک لاندې، ډېری وزارتونه فلج شوي، د زېربنایي پروژو کار درېدلی او د عامه خدماتو چاره نږدې له منځه تللې ده.

سربېره پر دې، د طالبانو سخت ‌دریځې تګلارې په ځانګړې توګه د ښځو پر ضد محدودیتونه، د نړۍوالې انزوا لامل شوي.

نړۍوالې ټولنې چې په لومړیو کې یې له طالبانو سره د تعامل هڅه کوله اوس کرار کرار له دغه ډلې څخه ځان لرې کوي.

ان پاکستان او چین چې له طالبانو سره یې عملي چلند درلود، اوس له دې ډلې سره د اړیکو محدودولو ته مخه کړې، ځکه د طالبانو بې ‌ثباتۍ د سیمې امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړی دی.

د طالبانو راتلونکی؛ حتمي سقوط

د مقاله په پای کې راغلي چې طالبان د خلکو د ځپلو او د وېرې د فضا جوړولو له لارې هڅه کوي چې واک وساتي، خو داخلي فشارونه، اقتصادي بحران او د خلکو پراخ مخالفتونه ښيي چې د دې ډلې سقوط حتمي دی.

مقاله کې ویل شوي، تاریخ ثابته کړې هغه حکومتونه چې پر ظلم او انحصار ولاړ وي، دوام ‌نشي موندلی. طالبان چې له اصلاحاتو انکار کوي او پر سختدریځو پالیسیو د ټینګار له امله خپل راتلونکی له خطر سره مخ کړی او د دې ډلې د سقوط مسله یوازې د وخت خبره ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x