د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان مرکزي بانک خبر ورکړی چې د دغه بانک یو پلاوي مالیزیا ته سفر کړی دی.
د دغه بانک پلاوي له کابله مالیزیا ته سفر وکړ، څو د اعلامیې پر بنسټ د «اسلامي اقتصاد او مالي چارو د نړۍوالې ټولنې» په دوه ورځنۍ ناسته کې چې د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو مشران به په کې حضور ولري، ګډون وکړي.
د نوموړي بانک د درې کسیز پلاوي کوم انځور چې خپور شوی په جوړښت کې یې د مرکزي بانک مشر هدایتالله بدري نه لیدل کېږي.
د طالبانو د مرکزي بانک مشر هدایتالله بدري د ملګرو ملتونو په تور لیست کې دی.
د دغه بانک په خبرپاڼه کې د پلاوي نومونه نه دي پېژندل شوي، خو د سفر موخه یې د نړۍوال اقتصادي فورم په ناسته کې «د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د هغوی تجربې او نظریات شریکول» بلل شوي دي.
ټاکل شوې په دې ناسته کې د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو مشران د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا، د وړو او منځنیو سوداګریو پیاوړتیا، د صکوک پر مسئلو او د مالي بازارونو پر پراختیا خبرېاترې وکړي.
د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا په هکله دا ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د نړۍوال بانک په ګډون ګڼو بنسټونو په افغانستان کې د بانکي ننګونو او نغدینګۍ پر ستونزو اندېښنه ښودلې ده.
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو مرکزي بانک مشر: بانکي او مالي سیسټم به په بشپړه توګه اسلامي کړو
- د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک نږدې یو میلیارډ له کاره لوېدلې افغانۍ وسوځولې
- د بدري ۳۱۳ قطعې پر سر د هبت الله او سراج الدین حقاني ترمنځ اختلاف
- د طالبانو او ترکمنستاني پلاوي ترمنځ ناسته؛ د تورغونډۍ په بندر کې د ګډ لوژستیکي مرکز پر…
- د طالبانو ادعا: داعش له پاکستانه افغانستان ته رادننه کېږي
- ضیا سراج: د طالبانو ترمنځ اختلافات د القاعده شبکې له لوري مدیریت کېږي