هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۴۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۴-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۳-۰۴-۱۴۰۴
ساعت : ۱۵:۴۱
: 1

له راولپېنډۍ څخه د ۴۵ ډېرو افغانانو ایستل؛ یو افغان د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان د راولپېنډۍ پولیسو ویلي، چې د ناقانونه مېشتو افغانانو د ایستلو عملیاتو په لړ کې یې یو تن افغان وګړی، چې «ولي جان» نومېږي، د وسله‌والو او جنايي فعالیتونو په تور نیولی دی.

د پاکستان د راولپېنډۍ پولیسو ویلي، چې د ناقانونه مېشتو افغانانو د ایستلو عملیاتو په لړ کې یې یو تن افغان وګړی، چې «ولي جان» نومېږي، د وسله‌والو او جنايي فعالیتونو په تور نیولی دی.

د پولیسو په وینا، له دغه کس سره د اړیکو په تور تر ۴۵ ډېرو افغانانو، چې ښځې، نارینه او ماشومان هم پکې شامل دي، افغانستان ته استول شوي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، یاد کسان په ناقانونه توګه د ولي جان په کور کې اوسېدل.

پولیسو ادعا کړې، چې له نیول شوي کس څخه یوه امریکایۍ M4 وسله، کلاشینکوف، مرمۍ او شاجورونه ترلاسه شوي، او هغه دا مهال په اډیاله زندان کې تر قانوني څېړنو لاندې دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x