هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۰۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۴-۱۲-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۴-۱۲-۱۴۰۳
ساعت : ۲۱:۰۲

لغمان کې د یو هلک د ترلاسه کولو لپاره ۲ طالب وسله‌وال په خپلمنځي نښته کې ټپیان شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : ځایي سرچینو روایت ته ویلي، چې تېره شپه د لغمان ولایت مرکز مهترلام بابا په یونس څلور لاري کې د طالبانو اړوند د یوې ډلګۍ دوو وسله‌والو ترمنځ د یوه هلک پر سره شخړه رامنځته شوې، چې په پایله کې دوه تنه طالب وسله‌وال ټپیان شوي دي.

ځایي سرچینو روایت ته ویلي، چې تېره شپه د لغمان ولایت مرکز مهترلام بابا په یونس څلور لاري کې د طالبانو اړوند د یوې ډلګۍ دوو وسله‌والو ترمنځ د یوه هلک پر سره شخړه رامنځته شوې، چې په پایله کې دوه تنه طالب وسله‌وال ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغو دوو ټپي شویو طالب وسله‌والو د محمد عیسی په نوم یو بل طالب سره د سبحان الله په نوم د یوه هلک د ترلاسه کولو په سر شخړه کړې ده.

د سرچینې په وینا، دغو طالبانو غوښتل چې یاد هلک دې له دوی سره و اوسېږي.

سرچینه وړاندې وایي، دغو طالبانو تر لفظي شخړې وروسته پر یو بل ډزې کړې چې په پایله کې یې دوه تنه طالبان سخت ټپیان شوي دي چې د یوه ټپي روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دي.

طالبانو لاتراوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو ترمنځ د هلکانو پر سر شخړه د مرګ ژوبلې تر بريده رسېږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د یوه هلک پر سر د طالب وسله‌والو ترمنځ شخړه کې یو طالب وژل شوی و او ۵ نور ټپیان وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x