لغمان ولایت کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله پنځه کسان وژل شوي دي.
د لغمان امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزی وایي، چې دغه پېښه نن شنبه، ۹ د وري، د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ نور لام صیب درې اړوند «ډګر کلا» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره په دې خپلمنځي نښته کې له يوه لوري درې کسان او له بل هغه څخه دوه کسان وژل شوي دي.
یوسفزی زیاتوي چې سیمې ته یې طالب سرتیري پر وخت رسېدلي، چې په دې تړاو یې یو شمېر کسان له وسلو سره نیولي دي چې اوس تر پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په لغمان کې د ځمکې پر سر د شخړو له کبله ورته پېښې رامنځته شوي دي.
اړوندې لیکنې :
- کونړ کې د داعش برید له امله د طالبانو یو غړی مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي
- په ننګرهار کې د ځمکې پر سر نښته کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي
- ننګرهار کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې درې کسان وژل شوي
- په بغلان کې تازه سېلابي څپې پنځه کسان مړه کړي
- په نورستان کې د ځمکې ښویېدنه؛ اوچا د مړو شمېر ۲۱ کسان ښودلی
- په سرپل کې د سړې هوا او کوټې د چت لوېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي