روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۷:۵۶

لغمان ولایت کې یو طالب چارواکی ووژل شو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې ناپېژانده وسله والو د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د اقتصادي جرايمو يو مسوول پيمان هادي چې په اسماعيل لېزري هم مشهور و وژلی دی‌. د لغمان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالنور رسولی وایي، چې دغه پېښه تېره شپه دوشنبه، ۷ د لړم، شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د مهترلام اړوند دریمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې ناپېژانده وسله والو د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د اقتصادي جرايمو يو مسوول پيمان هادي چې په اسماعيل لېزري هم مشهور و وژلی دی‌.

د لغمان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالنور رسولی وایي، چې دغه پېښه تېره شپه دوشنبه، ۷ د لړم، شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د مهترلام اړوند دریمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې ناپېژانده وسله وال د اسماعيل لېزري کور ته ور اوښتي او پر نوموړي یې د خوب په کوټه کې ډزې کړي، چې پرمهال یې لیزري ځای پر ځای وژل شوی او د هغه میرمن ټپي شوې ده.

هغه زیاتوي اسماعیل لېزري میرمن اوسمهال د لغمان روغتون کې ده او ډاکترانو یې وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو د ناپيژانده وسله والو بریدونه زیات شوي چې پرمهال یې ګڼ شمیر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم ناپيژانده کسانو دوه طالبانو په ډزو وژلي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x