روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۰۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۰-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۲۰-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۰:۰۳
: 3

قزاقستان له افغانستان سره دو ټنه بشردوستانه مرسته کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې قزاقستان د افغانستان له روغتیايي سکټور سره دوه ټنه بشردوستانه مرسته کړې ده. نوموړي وزارت چهارشنبه د غويي پر ۵مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا بشري مرسته نن ماسپښين د قراقستان له پلاوي سره یو ځای کابل راورسېده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې قزاقستان د افغانستان له روغتیايي سکټور سره دوه ټنه بشردوستانه مرسته کړې ده.

نوموړي وزارت چهارشنبه د غويي پر ۵مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا بشري مرسته نن ماسپښين د قراقستان له پلاوي سره یو ځای کابل راورسېده.

د یادولو ده چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین په مشرۍ یو پلاوی د «دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او ټينګېدو، د افغان – قزاق نندارتون او د سوداګریز نښلون په کنفرانس» کې د ګډون په موخه کابل ته راغلی دی.

ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې د طالبانو، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د سیمه‌ییز نښلون او سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په موخه درې اړخیزه ناسته جوړه شي.

د یادولو ده چې پرون یو ترکمنستانۍ پلاوی هم کابل ته راغلی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x