د اسرائیل او حزبالله ترمنځ د کړکېچ له زیاتوالي سره هممهاله د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو د لبنان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.
نوېل بارو د دوشنبه د سپټمبر پر ۲۳مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په غونډه کې ټینګار کړی چې دا غونډه باید په روانه اوونۍ کې جوړه شي.
هغه همداراز له دواړو خواوو غوښتي چې د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: «ما غوښتنه کوم چې د لبنان په هکله دې روانه اوونۍ د امنیت شورا بېړنۍ غونډه جوړه شي.»
د فرانس خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورېل هم په عمومي اسامبلۍ کې د هېوادونو د مشرانو له غونډې مخکې خبرداری ورکړی چې د اسرائیل او حزبالله ترمنځ کړکېچ به په منځني ختیځ کې د هر اړخیزې جګړې لامل شي.
د یادونې ده چې د تلابیب او بیروت ترمنځه د لبنان حزبالله د غړو ترمنځ د مخابراتي شبکو له چاودنې وروسته کړکېچ زیات شوی دی.
د لبنان حزبالله دا کار د اسرائیل بولي.
د وروستیو معلوماتو له مخې، د لبنان پر یو شمېر برخو د اسرائیل د بریدونو په پایله کې د ملکيانو په ګډون لږ تر لږه ۴۹۲ کسان وژل شوي او ۱۶۵۰ نور ټپیان دي.
د اسرائیل پوځ ادعا کوي چې پر لبنان د دغه هېواد په بریدونو کې د حزبالله ډېر شمېر غړي وژل شوي دي.
د معلوماتو پر بنسټ، اسرائیل په وروستیو څو ورځو کې د لبنان په سوېل او ختیځ کې د حزبالله پر شاوخوا یو زرو ۳۰۰ پوستر بریدونه کړي دي.