په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق ویلي چې پر هېواد د پاکستان هوايي بریدونه له نړیوالو قوانینو او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده.
فایق دا څرګندونې دوشنبه د کب پر ۲۸مه په خپله اېکسپاڼه کې کړې دي.
د نوموړي په خبره، د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځ هوايي بريدونه که په هره پلمه وي، د نړيوالو قوانينو، ځمکنۍ بشپړتيا او د هېواد له ملي حاکميت ښکاره سرغړونه ده.
هغه دا بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
فایق زیاته کړې: «د افغان ښځو او ماشومانو وژل د منلو نه دي او هېڅ ډول امنیتي ګواښ نه توجیه کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو په حواله، پاکستان د خوست او پکتیکا د ځينو سیمو سربېره په کونړ کې هم پر ځينو سیمو بریدونه کړي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې کرښې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې دننه یې د اطلاعاتو پر بنسټ «د اورپکۍ ضد عملیات» ترسره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني احضار کړ.
اړوندې لیکنې :
- متقي: افغانستان په لنډمهال کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري
- اردوغان په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې
- د کوچیانو مسله؛ سرغړونه او سیاسي تجارت
- د تخار په بنګي کې د طالبانو امنیه قومندانۍ پر ودانۍ راکټي بریدونه
- ولې د طالبانو دظالمانه قوانینو پر وړاندې نړیوال غبرګونونه ناکام پاتې دی؟
- پنټاګون: لا هم د کابل پر هوايي ډګر د برید د عاملانو په لټه یو