هر ګړې د کابل په وخت : 6:49 pm
ننې نیټه : 08-10-2025
تاریخ : 08-10-2025
ساعت : 18:49

فاریاب کې د دوو ټرافیکي پېښو له کبله درې کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شول

په فارياب کې سيمه‌ييزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د دوو ټرافیکي پېښو له کبله درې کسان مړه او ١٦ نور ټپيان شوي دي.

دا پېښې چهارشنبه سهار، د کب پر ٩مه په اندخوى او دولت‌آباد ولسواليو کې رامنځته شوې دي.

د سرچينې په وینا، د فارياب په دولت‌آباد ولسوالۍ کې د «استانه» ډوله موټر د چپه کېدو له کبله يو سړى او مېرمن يې مړه او ١٤ نور ټپيان شوي دي.

دغه موټر له اندخوى ولسوالۍ څخه د فارياب مرکز ميمنې ښار ته روان و.

په يوې بلې پېښه کې يو سراچه ډوله موټر چې له اندخوى ولسوالۍ څخه د جوزجان ولايت پر لور روان و، د اندخوى ولسوالۍ په «ختم قير» سيمه کې له سړکه وتی او چپه شوی دی.

په دې پېښه کې يوه ځوانه ښځه مړه او دوه کسان نور ټپيان شوي دي.

د دغو دوو ټرافیکي پېښو د رامنځته کېدو لامل يخ پوښلي سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتياطي په ګوته شوې ده.

د يادونې وړ ده چې له تېرې يکشنبې راهيسې د سختې واورې ورېدو له کبله يو شمېر مواصلاتي لارې تړل شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x