په فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په فاریاب او سرپل ولایتونو کې د یوه ځوان په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
سرچينې د جمعې ورځ، سلواغې پر ٢٠مه، ورځپاڼې ته منلې چې ناپېژنده کسانو د دغه ولايت په مرکز او ګرزيوان ولسوالۍ کې د يوه ځوان په ګډون دوه کسان وژلي دي.
سرچينې وژل شوي کسان، د فاریاب مرکز ميمنې ښار د بادام باغ سيمې اړوند حفيظالله او په دره جوز کلي کې تنکیځوان انعامالله ياد کړي دي.
ناپېژنده کسانو حفیظالله زندۍ کړی او انعامالله یې په ډزو وژلی دی.
انعامالله د سرپل کوهستانات ولسوالۍ د قلعه شهر اصلي او د ګرزیوان ولسوالۍ اوسنۍ اوسېدونکی و. هغه ۱۵ کلن و.
په ورته مهال، سرپل کې ځايي سرچينې هم وايي چې د دغه ولايت د صياد ولسوالۍ په يوه سيمه کې د عنايتالله په نوم يو بل ځوان چې ٢٦ کلن و، د چړو په ګوزارونو وژل شوى دى.
تر اوسه د دغو پېښو لامل او انګيزه نه ده څرګنده او نه هم طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.
په دې وروستيو کې د هېواد په شمال کې مرموزې او هدفي وژنې زياتې شوې دي. په روانه اوونۍ کې د دوو ښځو په ګډون اته کسان د ناپېژنده او طالب جنګیالیو له لوري وژل شوي دي.
اړوندې لیکنې :
- په فاریاب او سمنګان کې د ترافیکي پېښو لامله ۱۰ کسان مړه شوي
- فاریاب کې د دوو ټرافیکي پېښو له کبله درې کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شول
- د جنايي پېښو دوام؛ په فاریاب کې «غله» یوه ښځه وژلې
- د جنایي پېښو زیاتوالی؛ په نورستان او پروان کې څلور کسان وژل شوي
- په سرپل کې د سړې هوا او کوټې د چت لوېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي
- په درېیو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله د دوو طالبانو په ګډون اووه کسان مړه شوي