سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسراییل غوښتي چې پر غزې بمبارۍ ودروي، خو اسراییلي ځواکونو تېره ورځ په بېلا بېلو سیمو بریدونه کړي.
د غزې روغتیايي چارواکو ویلي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
په ورته وخت کې، ټرمپ ویلي چې اسراییل د غزې د “لومړني شاتګ” هوکړه کړې او اوربند به سمدستي پلي شي.
ویل شوي چې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند خبرې به راتلونکې اونۍ په مصر کې پیل شي، په داسې حال کې چې تېرې اونۍ سلګونه زره کسان په ایټالیا کې د فلسطین په ملاتړ لاریونونه کړي وو.
اړوندې لیکنې :
- الجزیره: په غزه کې د کډوالو پر یوه پنډغالي د اسراییلو په برید کې ۵۰ تنه وژل شوي دي
- د اسراییلو بریدونو کې په ایران کې د څلورو خبریالانو وژل کېدل
- متقي له اسراییلو سره د سوداګریزو اړیکو د پرې کولو په برخه کې د ترکیې دریځ ستایلی
- عبدالسلام ضعیف: د پاکستان بریدونه په افغانستان ښکاره تېری دی
- پر کونړ د پاکستاني پوځیانو بریدونه؛ یو تنکی ځوان ووژل شو
- فایق: پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده