روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۵۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۲:۵۳
: 2

غزه کې د دوه میاشتني اوربند مسوده؛ نن په پاریس کې ناسته ترسره کېږي

اسوشیټېډپرېس او نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا، قطر، مصر او اسرائیل چارواکي پاریس ته تللي څو د یوې هوکړې پر مسودې خبرې وکړي چې له مخې به یې په غزه کې د اوربند په بدل کې یرغمل شوي کسان ازادېږي.

د اسوشیېټډپرېس د راپور پر بنسټ دغې ناستې کې به چې یک‌شنبه، جنورۍ په ۲۸مه پاریس کې ترسره کېږي، د سي‌ای‌اې مشر ویلیام برنز، د قطر لومړی وزیر عباس کامل، د مصر د استخباراتو مشر او د اسرائیل د استخباراتو ادارې (موساد) مشر ډیویډ بارنه ګډون وکړي.

نیویارک ټایمز هم راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتو، مصر او قطر په ګډون منځګړو هېوادونو په تېرو ۱۰ ورځو کې د اسرائیل او حماس د وړاندیزونو په یوځای کېدو سره د یوې ازمایښتي هوکړې مسوده چمتو کړې ده.

اسرائیلي رسنیو د پاتې یرغمل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۱۳۶ کسان ښودلي او ویلي یې دي چې ښايي لږترلږه ۲۲ کسان ژوندي نه وي.

نيويارک ټايمز د امريکايي چارواکو په حواله ليکلي چې په راتلونکو دوو اوونيو کې يوې نوې هوکړې ته رسېدل ممکن دي.

د دې هوکړې له مخې په لومړي پړاو کې به د ۳۰ ورځو لپاره جګړه بنده وي او حماس به د ښځو، بوډاګانو او ټپیانو په ګډون یو شمېر یرغمل ازادوي.

د دې دمې په ترڅ کې به دواړه خواوې د نورو ۳۰ ورځو دمې په بدل کې کې د نارینه‌وو او ښځو په شمول د پاتې یرغمل شویو کسانو د خلاصون دویم پړاو جزئیات وڅیړي.

د دې هوکړې پر بنسټ به د اسرائیل له زندانونو څخه د خوشې شویو فلسطینیانو کره شمېر لا نه دی روښانه شوی.

دا هوکړه همداراز غزې ته د نورو بشري مرستو د استولو اجازه ورکوي.

امریکایي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې په داسې حال کې چې دا هوکړه هغه «دایمي اوربند» نه دی چې حماس یې د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره غوښتی و؛ خو که اسرائیل د دوو میاشتو لپاره جګړه ودروي، ممکن له دې دمې وروسته به په ورته ډول جګړې ته مخه نه کړي.

دا راپور یوه ورځ وروسته له هغه خپور شوی چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د مصر او قطر له مشرانو سره ټیلیفوني خبرې‌اترې کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x