ملا عبدالواسع، د طالبانو د ریاستالوزرا د دفتر رییس، ادعا کړې چې د پخواني جمهوري نظام ټولې ننګونې، داخلي ستونزې او نړیوال بندیزونه اوسني حکومت ته په میراث پاتې شوي دي.
هغه دغه وضعیت د طالبانو لپاره یوه “ستره ازموینه” بللې او ټینګار کړی چې د یادې ډلې مشرانو د «مدبرانه هڅو» له لارې په هېواد کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي دي.
نوموړي همداراز د جمهوریت پر مهال اقتصاد «کاذب» بللی او ویلي چې افغانستان له بهرنیو مرستو سره تړلی و.
د ده په وینا، طالبانو د تېرو څلورو کلونو په جریان کې له شته امکاناتو ګټه اخیستې او په امنیت، اقتصاد او ټولنه کې اصلاحات راوړي دي.
دا څرګندونې داسې مهال شوي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، بیکاري، فقر او سیاسي انزوا پراخ شوي، او دغه ډله لا هم د یوه ټولشموله حکومت له جوړولو ډډه کوي.
اړوندې لیکنې :
- په پاکستان کې یو پخوانی سرتېری د طالب چارواکي له خوا تر ګواښ وروسته وژل شوی
- د ایران ملي سرود ته نه درناوی؛ طالب چارواکي بښنه وغوښته
- د بدخشان په بهارک کې یوه طالب چارواکي د «سلام نه اچولو» له امله یو تنکی ځوان شکنجه کړی دی
- د مقاومت جبهې د یوه طالب جنګیالي د وژل کېدو ادعا کړې
- د ملي مقاومت جبهې په هرات کې د یوه طالب قوماندان د وژلو ادعا وکړه
- ازادۍ جبهې په کابل کې د دوو طالب جنګیالیو د وژلو ادعا وکړه