روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۳۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۲:۳۶
: 2

طالب جنګیالیو په تخار کې له یو صراف څخه ۱۰ میلیونه افغانۍ او شپږ زره ډالر غلا کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په تخار کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالب جنګیالیو په دغه ولایت کې له یو صراف څخه ۱۰ میلیونه افغانۍ او شپږ زره ډالر غلا کړي دي.د تخار په دشت‌قلعه ولسوالۍ کې سیمې‌ییزې سرچینې وايي چې شنبه د وري پر ۲۵مه ۱۰ وسله‌وال طالبان په دې ولسوالۍ کې د یو صراف کور ته ننوتي او وهلو ټکولو وروسته يې له هغه نغدې پيسې وړي دي.باوري ځايي سرچينې ورځپاڼې ته ويلي چې دا صراف رحيم‌الله قرلق نومېږي او د تخار د دشت‌قلعه ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

په تخار کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالب جنګیالیو په دغه ولایت کې له یو صراف څخه ۱۰ میلیونه افغانۍ او شپږ زره ډالر غلا کړي دي.

د تخار په دشت‌قلعه ولسوالۍ کې سیمې‌ییزې سرچینې وايي چې شنبه د وري پر ۲۵مه ۱۰ وسله‌وال طالبان په دې ولسوالۍ کې د یو صراف کور ته ننوتي او وهلو ټکولو وروسته يې له هغه نغدې پيسې وړي دي.

باوري ځايي سرچينې ورځپاڼې ته ويلي چې دا صراف رحيم‌الله قرلق نومېږي او د تخار د دشت‌قلعه ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، قرلق د یادې ولسوالۍ یو پېژندل شوی صراف دی چې له ۹ کلونو راپدېخوا یې صرافي کوله.

ویل کېږي چې د غلا شویو پیسو ډېره برخه له دې صراف سره د خلکو ساتل شوې پیسې وې.

د تخار طالب سیمه‌ییزو مسوولانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم د هېواد پلازمېنې په ګډون یو شمېر ولایتونو کې د صرافانو د وژل کېدو او د هغوی د پیسو غلا ورته پېښې شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x