د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) اعلان کړی چې د طالبانو له لوري د انټرنېټ او مخابراتي شبکو نږدې ۴۸ ساعته بندېدو لپاره هېڅ روښانه دلیل نه دی وړاندې شوی.
یوناما په خپل تازه بیان کې ویلي چې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د ټول هېواد په کچه د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو پرې کېدل د خلکو پر ورځني ژوند، اقتصاد، د ښځو او نجونو پر لا خراب وضعیت، د بیان پر ازادۍ او د معلوماتو پر لاسرسي ژور منفي اغېز درلود.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د انټرنېټ بندېدو نه یوازې د افغانانو د ورځني ژوند بهیر ګډوډ کړ، بلکې د ملګرو ملتونو، نړیوالو او سیمهییزو همکارانو فعالیتونه یې هم اغېزمن کړل.
یوناما زیاته کړې چې دغه خنډونه د دې ادارې پر ماموریت، د بېړنیو بشري مرستو پر وېش او په ځانګړي ډول له وروستیو زلزلهځپلو سره د مرستو پر بهیر جدي اغېز کړی دی.
اړوندې لیکنې :
- د هرات امنیتي غونډه د دننه لپاره داستان جوړول یا د بهر لپاره د حل وړاندیز کول؟
- طالبان په فراه کې د ښځو لپاره د بشري مرستو او پروژو مخنیوی کوي
- امریکايي ډيپلوماټه: طالبان د خلکو لپاره د خواړو او درمل برابرولو وس لري
- په افغانستان کې د "پاکستان لپاره د طالبانو د حکومت" ملاتړي
- قطر د افغانستان زلزلهځپلو لپاره هوايي دهلېز پرانیست
- طالبانو ژولیا پارسي د "درملنې لپاره روغتون" ته لېږدولې ده