هر ګړې د کابل په وخت : 12:42 pm
ننې نیټه : 12-09-2025
تاریخ : 12-09-2025
ساعت : 12:42

طالبانو د بلخ په ځینو دولتي ادارو کې انټرنېټ بند کړی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سرچینو که څه هم د طالبانو د دغه کار د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې له پرون راهیسې د بلخ ولایت ډېرې دولتي ادارې د انټرنېټ له خدمتونو بې برخې دي.

 

باوري سرچینو ویلي چې طالبانو د بلخ ولایت د مزارشریف ښار په ځینو دولتي ادارو کې انټرنېټ بند کړی دی.

سرچینو که څه هم د طالبانو د دغه کار د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې له پرون راهیسې د بلخ ولایت ډېرې دولتي ادارې د انټرنېټ له خدمتونو بې برخې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د بلخ پوهنتون لپاره د طالبانو د پخواني رییس ضیاءالحق ضياء کريمي یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه چې ګڼ غبرګونونه یې هم راوپارول.

په ویډیو کې یوه نجلۍ د کریمي په دفتر کې ښودل کېږي چې ګواګې نوموړي ورسره نامشروع اړیکې لرلې.

که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې د طالب چارواکو دا ډول ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي او ګڼ غبرګونونه راپاروي، خو ښايي دا په خپل ډول کې لومړنی اقدام وي چې طالبان دې د ټیکنالوجۍ په اوسني عصري دور کې د دولتي ادارو انټرنېټ بندوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x