د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د جاپان په ګډون له څو هېوادونو غوښتي، چې دوی د حکومت په توګه وپېژني.
نوموړي ویلي، رسمیت پېژندنه اقتصادي او سیاسي ګټې لري او اوسمهال په افغانستان کې امنیت ښه شوی، چې جاپاني شرکتونو ته د پانګونې ښه فرصتونه برابروي.
سره له دې چې طالبانو پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي، حنیف باور لري چې د ښځو پر حقونو هېڅ ګواښ نهشته.
خو نړیوالې ادارې او کارپوهان د افغانستان ښځو وضعیت اندېښمن کوونکی بولي او وايي، د طالبانو واکمنۍ له تېرو څلورو کلونو راهیسې د ښځو ژوند له شدیدو محدودیتونو سره مخ کړی دی.
اړوندې لیکنې :
- طالبان: ملګري ملتونه زموږ د رسمیت پېژندنې په تړاو غېراصولي چلن کوي
- دامارت پېژندنې آزموینه،اعتراف ګټور دی یا دجرمونو سپینوالی
- د پاکستان د هوا پېژندنې اداره: د هوا خرابوالی کېدای شي، چې د لویو لارو د بندېدو لامل ش
- عباس ستانکزی: هېڅکله هم ډیورنډ د رسمي پولې په توګه نه منو
- د طالبانو د سرحدونو وزیر: افغانستان له پاکستان سره رسمي سرحد نه لري
- ناروې په رسمي توګه د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژانده