هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۵-۰۵-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۵-۰۵-۱۴۰۴
ساعت : ۱۶:۴۵
: 2

علیزی: طالبان دولت نه، بلکې یوه وسله‌واله جنایتکاره ډله ده

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پوځ لوی درستیز هبت الله علیزی،د طالبانو د واکمنېدو څلورم کال په مناسبت په یوه لیکنه کې ویلي، چې طالبان دولت نه، بلکې یوه «وسله‌واله جنایتکاره ډله»ده چې افغانستان یې یرغمل کړی دی.علیزی ویلي، طالبانو نړیوالو ترهګرو ته پناه ورکړې او د خلکو پر وېرولو سره واکمني کوي.نوموړي زیاته کړې،چې د دې ډلې تېرو جنایاتو او د افغانستان له خلکو سره د دوی خیانت د ډیپلوماسۍ له لارې نه شي سپینېدلی.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پوځ لوی درستیز هبت الله علیزی،د طالبانو د واکمنېدو څلورم کال په مناسبت په یوه لیکنه کې ویلي، چې طالبان دولت نه، بلکې یوه «وسله‌واله جنایتکاره ډله»ده چې افغانستان یې یرغمل کړی دی.

علیزی ویلي، طالبانو نړیوالو ترهګرو ته پناه ورکړې او د خلکو پر وېرولو سره واکمني کوي.

نوموړي زیاته کړې،چې د دې ډلې تېرو جنایاتو او د افغانستان له خلکو سره د دوی خیانت د ډیپلوماسۍ له لارې نه شي سپینېدلی.

علیزی طالبان یو جنګ سالار ډله بللې چې واک یې «پر وېرې، دروغو او د خلکو پر وینو ولاړ» دی.

هبت الله علیزي غوښتنه کړې،چې د طالبانو له خوا د پخوانیو حکومتي سرتېرو وژنه باید سمدستي بنده شي. هغه دا کار د جنګي جنایت او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

علیزي ټینګار کړی چې د طالبانو «وحشیانه کړنې» به د دوی د واکمنۍ د سقوط تخم وکري او د خلکو ځورول به افغانستان د نوې جګړې پر لور یوسي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x