هر ګړې د کابل په وخت : 3:19 pm
ننې نیټه : 01-10-2025
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : 01-10-2025
ساعت : 15:19
: 1

شهرزاد اکبر: طالبان د رسنیو د ازادۍ له وېري خبریالان نیسي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د بشري حقونو د پخواني کمېسیون مشره، شهرزاد اکبر، وایي چې یوازې ظالمان او فاسدان له ازادو رسنیو وېرېږي.نوموړې دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د افغانستان د خبریالانو مرکز راپور ورکړ، طالبان د تېرو درېیو اوونیو په ترڅ کې اووه خبریالان نیولي دي.

د بشري حقونو د پخواني کمېسیون مشره، شهرزاد اکبر، وایي چې یوازې ظالمان او فاسدان له ازادو رسنیو وېرېږي.

نوموړې دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د افغانستان د خبریالانو مرکز راپور ورکړ، طالبان د تېرو درېیو اوونیو په ترڅ کې اووه خبریالان نیولي دي.

اکبر زیاتوي، هغه واکمني چې پر فساد ولاړه وي، هڅه کوي چې د خلکو غږ چوپ او لاسرسی یې معلوماتو ته بند کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې، چې د طالبانو استخباراتو او امر بالمعروف ځواکونو ګڼ خبریالان بنديان کړي، او د خبریالانو ملاتړو ادارو له طالبانو د بې قیده خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x