هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۳۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۲-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۱۶-۰۲-۱۴۰۴
ساعت : ۱۵:۳۳
: 2

طالبان په کندز کې د ښوونکو روزنې ریاست په جهادي مدرسې بدلوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په کندز کې د ښوونکو د روزنې ریاست ځینو استادانو وایې چې طالبان غواړي یاد ریاست په جهادي مدرسې بدل کړي. د طالبانو تر واک لاندې د کندز ښوونکو مسلکي پراختیا امریت مني چې دوی خپله پخوانۍ ودانۍ بدله کړې او له هغه ځایه یې نقل مکان کړی دی. د کندز د ښوونکو د روزنې ریاست ځینو استادانو نن دوشنبه، د غويي ۱۵مه، وویل چې ټول کارکوونکي د ریاست له پخواني ځای څخه نوې ودانۍ ته انتقال شوي دي.

په کندز کې د ښوونکو د روزنې ریاست ځینو استادانو وایې چې طالبان غواړي یاد ریاست په جهادي مدرسې بدل کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د کندز ښوونکو مسلکي پراختیا امریت مني چې دوی خپله پخوانۍ ودانۍ بدله کړې او له هغه ځایه یې نقل مکان کړی دی.
د کندز د ښوونکو د روزنې ریاست ځینو استادانو نن دوشنبه، د غويي ۱۵مه، وویل چې ټول کارکوونکي د ریاست له پخواني ځای څخه نوې ودانۍ ته انتقال شوي دي.
یوه ښوونکي وویل:« څو ورځې مخکې ټولو استادانو ته وویل شول چې د کندز د ښوونکو د روزنې مرکز له تعمیر څخه ژر ووځئ.»
د طالبانو تر واک لاندې د ښوونکو مسلکي پراختیا امریت پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا امریت دفتر هم له خپل پخواني ځای څخه وتلی او د نوي ادرس په اړه اعلان یې کړی دی.
طالبانو له دې وړاندې په ځینو ولایتونو کې په ښوونځیو او تاریخي ودانیو کې جهادي مدرسې جوړې کړې دي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې ۲۱۰۰۰ مدرسې جوړې شوې، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې ۱۸۰۰۰ ښوونځي دي.
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د مدرسو جوړولو چارې ګړندۍ شوې او خلک وایي، چې ښوونځيو ته پاملرنه کمه شوې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x