په کاپیسا کې سیمهییز طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یو ۵۲ کلن سړی په خپل لاس جوړ کړي ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
دا پېښه چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ اړوند په محمودخېل کلي کې شوې ده.
په کاپیسا کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ په یوې خپرې کړې خبرپاڼه ویلي چې دا کس محمداصف نومېده او جوړ کړی ماین په کور کې پرې چاودلی دی.
د خبرپاڼې په حواله، د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
په لاس جوړ شویو او له جګړو پاتې ماینونو او ناچاوده توکو له دې وړاندې هم یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
اړوندې لیکنې :
- چین: طالبان هغه مهال په رسمیت پېژنو چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي
- د کډوالۍ بحران او د یو ټول شموله ملي حکومت جوړولو اړتیا
- په روزګان کې یو کس له څاه څخه د یو ماشوم د ژغورلو پر مهال ژوند بایللی
- د وروستیو دوه نیمو کلونو پر مهال په افغانستان کې تر ۳۰۰ زیاتې نجونې وژل شوې دي
- طالبانو په کابل کې د ۹۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک جوړولو پر درېیو پروژو کار پېل کړ
- پاکستان له دغه هيواده د وتلو پر مهال د بې اسناده افغان کډوالو لپاره جریمه کمه کړه