هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۸-۰۳-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۸-۰۳-۱۴۰۴
ساعت : ۲۰:۴۱
: 1

طالبان په کابل کې له دوه زرو زیاتو ملایانو ته د لېسانس او ماسټرۍ سندونه وېشي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت خبر ورکړی، چې په کابل زون کې ۲۲۳۱ ملایانو ته د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د سندونو د وېش بهیر پیل کوي. طالبانو تر دې مخکې هم د کابل په ګډون بېلابېلو ولایتونو کې خپلو همفکره ملایانو ته د لېسانس او ماسټرۍ سندونه وېشلي دي. د طالبانو یاد وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست په یوې خپره کړې خبرتیا کې له هغه ملایانو چې پخوا یې په ازموینه کې ګډون کړی وو، غوښتي چې د غبرګولي میاشتې له ۷ تر ۱۰ نیټې پورې له کابل پوهنتون څخه خپل سندونه ترلاسه کړي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت خبر ورکړی، چې په کابل زون کې ۲۲۳۱ ملایانو ته د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د سندونو د وېش بهیر پیل کوي.
طالبانو تر دې مخکې هم د کابل په ګډون بېلابېلو ولایتونو کې خپلو همفکره ملایانو ته د لېسانس او ماسټرۍ سندونه وېشلي دي.
د طالبانو یاد وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست په یوې خپره کړې خبرتیا کې له هغه ملایانو چې پخوا یې په ازموینه کې ګډون کړی وو، غوښتي چې د غبرګولي میاشتې له ۷ تر ۱۰ نیټې پورې له کابل پوهنتون څخه خپل سندونه ترلاسه کړي.
د طالبانو له دغه ریاست څخه په خپرو شویو لېستونو کې ۱۳۴۱ ملایانو ته د ماسټرۍ او ۸۹۰ تنو ته د لېسانس سندونه وېشل کېږي، چې ډیری یې له دوی څخه د پاکستان په دیني مدرسو کې دیني زده کړې کړې دي.
نیوکې دا دي‌، چې طالبانو د دغو سندونو په وېش سره د لوړو زده‌کړو اکاډمیک ارزښت او چاپېریال زیانمن کړی دی.
د پوهنتون ځینې استادان په دې باور دي، چې د یادې ډلې له لوري ملایانو ته د لوړو زده‌کړو د سندونو دغه ډول وېش اکاډمیکې زده‌کړې اغېزمنولای شي.
د دې ترڅنګ طالبانو د افغانستان په ډېری پوهنتونونو کې مسلکي استادان په بېلابېلو پلمو له دندو ګوښه کړي او د خپلې ډلې سختدریځه او تندلارو ملایانو ته یې د استادۍ لارې پرانېستې دي.
طالبانو په پوهنتونونو کې خپل فکري کسان ګومارلي، چې غواړي په دې سره پوهنتوني چاپېریالونه تر خپل اغېز لاندې راولي.
د پوهنتون پخواني استادان وېره لري، چې طالبانو پوهنتونونه د افراطي مذهبي مدرسو په بڼه اړولي او په راتلونکې کې ترې د تاوتریخوالي پراخېدو اندېښنې شته.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x