روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۴۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۴۴

طالبان: په کابل ښار کې د نن ماښام چاودنې یو کس وژلی او درې نور یې ټپيان کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې په دغه ښار کې د نن ماښام چاودنې یو کس وژلی او درې نور یې ژوبل کړي دي.د نوموړې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ شنبه د غويي پر لومړۍ ویلي چې چاودنه د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند په مېرویس مېدان سیمه کې پر یو مارسډیز موټر کې د ځای پر ځای شوي چسپکي ماین له کبله رامنځته شوې ده.

په کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې په دغه ښار کې د نن ماښام چاودنې یو کس وژلی او درې نور یې ژوبل کړي دي.

د نوموړې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ شنبه د غويي پر لومړۍ ویلي چې چاودنه د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند په مېرویس مېدان سیمه کې پر یو مارسډیز موټر کې د ځای پر ځای شوي چسپکي ماین له کبله رامنځته شوې ده.

د ځدراڼ په خبره، لومړني معلومات ښيي چې په چاودنه کې موټر چلوونکی وژل شوی او درې نور عام کسان ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې طالب پولیس د چاودنې ځای ته رسېدلي او پلټنې يې پېل کړې دي.

تر اوسه د دې چاودنې پړه چا منلې نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن په یوې بلې پېښه کې مقاومت جبهې ادعا کړې چې د کابل ښار په هودخېلو سیمه کې یې دوه طالبان وژلي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x