روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۵۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۵۲
: 1

طالبان: په هېواد کې وروستیو سېلابونو ۲۱ کسان مړه کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د طالبانو تر کنټرول لاندې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې د روان کال د غبرګولي له څلورمې تر شپږمې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د راوتلو سېلابونو لامله ۲۱ کسان مړه او ۱۹ نور ټپيان دي.د نوموړي وزارت ویاند جانان سایق په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي چې دا سېلابونه په بغلان، بامیان، سمنګان، تخار، فاریاب او ننګرهار کې راوتلي و.

د طالبانو تر کنټرول لاندې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې د روان کال د غبرګولي له څلورمې تر شپږمې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د راوتلو سېلابونو لامله ۲۱ کسان مړه او ۱۹ نور ټپيان دي.

د نوموړي وزارت ویاند جانان سایق په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي چې دا سېلابونه په بغلان، بامیان، سمنګان، تخار، فاریاب او ننګرهار کې راوتلي و.

د یاد وزارت ویاند زیاته کړې، له مرستندویه بنسټونو سره په ګډه هڅه کوي چې سېلاب ځپلو ته د څښلو پاکې اوبې برابرې کړي.

په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو لامله راوتلو سېلابونو ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو لامله د اوبو رسونې ځينې شبکې زیانمنې شوې دي.

په بېلابېلو ولایتونو کې سېلاب ځپلي وايي چې دمګړۍ خوړو، اوبو او سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x