روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۵۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۵۲
: 1

طالبان: په هېواد کې د سېلابونو له کبله ۷۰ کسان مړه شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د طالبانو تر واک لاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو په پاېله کې ۷۰ کسان مړه او ۵۶ نور ټپيان شوي دي.د نوموړي وزارت ویاند جانان سایق چهارشنبه د وري پر ۲۹مه د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته ویلي چې دغو سېلابونو شاوخوا ۶۰۰ څاروي هم له منځه وړي دي.نوموړي یادونه کړې چې کرنیزو ځمکو ته د زیان ترڅنګ دوه زره او ۶۲۷ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو په پاېله کې ۷۰ کسان مړه او ۵۶ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي وزارت ویاند جانان سایق چهارشنبه د وري پر ۲۹مه د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته ویلي چې دغو سېلابونو شاوخوا ۶۰۰ څاروي هم له منځه وړي دي.

نوموړي یادونه کړې چې کرنیزو ځمکو ته د زیان ترڅنګ دوه زره او ۶۲۷ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

سایق زیاته کړې چې له نړیوالو مرستندویه ادارو سره په ګډه زیانمن شویو ته د مرستو رسولو لړۍ روانه ده.

په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درانه بارانونه شوي دي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و چې په هېواد وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله ۳۲ کسان مړه او ۴۴ نور ټپيان شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x