روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۹

طالبان: په هرات کې د قزاقستان سوداګرۍ خونه پرانېستل شوه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سیمه‌ییز طالب چارواکي وايي چې په کابل کې مېشت د قزاقستان سفیر علیم‌خان یسین ګیلدییف هرات ته سفر کړی او ویلي دي چې هلته یې د دغې ډلې له والي او ځينو نورو چارواکو سره یې لیدلي دي.په هرات کې د طالبانو د والي دفتر دوشنبه د وري پر ۲۷مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اسانتیاوو پر زیاتوالي خبرې شوې دي.

سیمه‌ییز طالب چارواکي وايي چې په کابل کې مېشت د قزاقستان سفیر علیم‌خان یسین ګیلدییف هرات ته سفر کړی او ویلي دي چې هلته یې د دغې ډلې له والي او ځينو نورو چارواکو سره یې لیدلي دي.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر دوشنبه د وري پر ۲۷مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اسانتیاوو پر زیاتوالي خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د قزاقستان سفیر او ځايي طالب چارواکو د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې پر زیاتولو، د ګمرکي تعرفو پر کمولو او د سوداګرو پر وړاندې د شته ننګونو پر لرې کولو او هغوی ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې اترې شوې دي.

د خبرپاڼې په حواله، «د افغانستان – قزاقستان د سوداګرۍ خونه» هم د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د اسانتیاوو د زیاتوالي په موخه پرانېستل شوې ده.

د طالبانو په خبره، ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د استانې په کوربتوب د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ درې اړخیز کنفرانس جوړ شي.

که څه هم قزاقستان د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني؛ خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې پالي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x