روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۵۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۵۴
: 1

طالبان: په غزه کې د جګړې درولو په تړاو د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک مثبت پېل دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د جګړې پای ته رسولو په موخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وروستي پرېکړه‌لیک تصویب د غزې خلکو د «نسل‌وژنې» د پای ته رسولو لپاره لومړنی ګام بللی دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د جګړې پای ته رسولو په موخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وروستي پرېکړه‌لیک تصویب د غزې خلکو د «نسل‌وژنې» د پای ته رسولو لپاره لومړنی ګام بللی دی.

د نوموړي وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل چهارشنبه د غبرګولي پر ۲۳مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې په غزه کې د دایمي اوربند رامنځته کولو او عادي ژوند ته د غزې خلکو د ورګرځېدو لپاره رښتینو خبرو اترو ته اړتیا ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د [طالبانو] بهرنیو چارو وزارت د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د غندلو ترڅنګ، د فلسطین خلکو د یو خپلواک هېواد درلودلو له تاریخي حق څخه ملاتړ کوي.»

څو ورځې وړاندې امنیت شورا یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې امریکا په غزه کې د اوربند او یرغملو د پرېښودو غوښتنه پکې کړې ده.

دا پرېکړه‌لیک د ۱۴ هېوادونو له خوا تصویب شو او یوه هېواد له رایې ورکولو ډډه وکړه.

په دې اووه ماده‌ییز پرېکړه‌لیک کې راغلي: «د مې پر ۳۱مه د نوي اعلان شوي اوربند له وړاندیزه چې اسراییل منلی هرکلی کوي او له حماس هم غواړي چې ویې مني او  له دواړو لوریو غواړي چې شرایط یې په بشپړ ډول له خنډ او ځنډ پرته عملي کړي.»

د پرېکړه‌لیک له تصویبېدو وروسته، حماس غورځنګ هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دغه ګامه هرکلی کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x