هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۱۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۹-۱۲-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۹-۱۲-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۱۲

طالبان په بګرام کې د خپلو بندیانو خاطرې راټولوي او ثبتوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د بګرام په بندخونه کې یې د خپلو بندیانو د خاطرو د راټولېدو او ثبتېدو په موخه یوه پلاوي ته دنده سپارلې ده.

 

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د بګرام په بندخونه کې یې د خپلو بندیانو د خاطرو د راټولېدو او ثبتېدو په موخه یوه پلاوي ته دنده سپارلې ده.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ د کب ۸مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې حمدالله سعید او ورسره مل پلاوي د بګرام له بندخونې څخه لیدنه کړې او د دغې بندخونې له مسوولانو سره یې د تاریخي اسنادو د راټولوېدو او ثبتېدو په تړاو خبرې‌اترې کړې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې دغه پلاوي ته دنده سپارل شوې څو په دغه ځای کې د طالب وسله‌والو خاطرې او اثار راټول او ترې ساتنه وکړي.

بګرام په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې په افغانستان او سیمه کې د امریکا ترټولو لویه پوځي اډه بلل کېده.

په دغه اډه کې یوه لویه بندخونه هم وه، چې د داعش، القاعدې او طالبانو په ګډون لوی خطرناک مجرمین په‌کې ساتل کېدل.

د یادونې ده، طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته زېړې بوشکې چې د دغې ډلې د چاودنو نښه بلل کېږي، په «ملي موزیم» کې نندارې ته اېښي دي.

دغې ډلې د روان کال په لومړیو کې د پروان ولایت چاریکار ښار کې د افغانستان کورنیو تولیداتو په درې ورځیني نندارتون کې «چسپکې ماینونه او زېړې بوشکې» هم نندارې ته اېښي وې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x