د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې په بامیان کې پر بهرنیو ګرځندویانو شوي وسلهوال برید کې د وژل شویو کسانو شمېر شپږو کسانو ته لوړ شوی دی.
د نوموړي وزارت ویاند عبدالمتین قانع شنبه د غويي پر ۲۹مه په یوې خپرې کړې ویډیو کې ویلي چې په دې برید کې درې بهرني سېلانیان او درې افغانان وژل شوي دي.
د قانع په خبره، په دې پېښه کې څلور بهرني سېلانیان او درې افغانان ټپيان دي او د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي.
نوموړي یادونه کړې چې د لومړنیو څېړنو له مخې، د پېښې په تړاو د یو ټپي په ګډون اووه کسان نیول شوي دي.
د یادونې ده چې پرون مازیګر د بامیان په مرکز کې پر بهرنیو سېلانیانو او ملګرو یې وسلهوال برید وشو.
د راپورونو په حواله، درې وژل شوي د اسپانیې اوسېدونکي دي.
تر اوسه د دغه برید پړه کومې ډلې یا چا منلې نه ده.
اړوندې لیکنې :
- د غزې په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۴۵ زرو لوړ شو
- په بامیان کې پر بهرنیو ګرځندویانو برید؛ اغیزمن شوي اسپانویان له افغانستانه ووتل
- په میدانوردګ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګژوبله واوښته
- ټيټيپي د بهرنیو دیپلوماتانو پر کاروان برید کې لاس لرل رد کړ
- د هېواد په پنځو ولایتونو کې سېلابونه؛ د مړو شمېر شاوخوا ۲۴۰ کسانو ته ورسېد
- ډبلیواېفپي: که د اړتیا وړ بودیجه برابره نه شي په افغانستان کې به د وږو کسانو شمېر زیات شي