روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۱

طالبان: په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله ۳۳ کسان مړه شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله ۳۳ کسان مړه او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.د نوموړي وزارت ویاند جانان سایق یکشنبه د وري پر ۲۶مه یوې خبري ناسته کې ویلي چې دغو کسانو ته په بادغیس، روزګان، فراه، کندهار، تخار، زابل، پروان، ننګرهار، هلمند، کابل، خوست، دایکندي، کونړ، کاپيسا، پنجشېر، پکتیا، پکتیکا، لوګر، لغمان او هرات کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله ۳۳ کسان مړه او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي وزارت ویاند جانان سایق یکشنبه د وري پر ۲۶مه یوې خبري ناسته کې ویلي چې دغو کسانو ته په بادغیس، روزګان، فراه، کندهار، تخار، زابل، پروان، ننګرهار، هلمند، کابل، خوست، دایکندي، کونړ، کاپيسا، پنجشېر، پکتیا، پکتیکا، لوګر، لغمان او هرات کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړې چې د دغو طبیعي پېښو په پاېله کې ۶۰۶ کورونو، یو زر او ۹۵۰ جریبه کرنیزو ځمکو او ۸۵ کیلو متره سړکونو هم زیان لیدلی دی.

جانان سایق یادونه کړې چې د سېلابونو له کبله ۲۰۰ څاروي له منځه تللي او له زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د یادونې ده چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د هېواد په ډېرو سیمو کې درانه اورښتونه روان دي.

له دې وړاندې هم د ورته پېښو له کبله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x