روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۹

طالبان: «په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» پرانېستل شو

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت «په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» له پرانېستلو خبر ورکړی دی.نوموړي وزارت سه‌شنبه د غويي پر ۱۸مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي «په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» پرانېستنه د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا او پیاوړتیا کې مثبت او اغېزناک ګام بللی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت «په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» له پرانېستلو خبر ورکړی دی.

نوموړي وزارت سه‌شنبه د غويي پر ۱۸مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي «په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» پرانېستنه د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا او پیاوړتیا کې مثبت او اغېزناک ګام بللی دی.

نوموړي ادعا کړې چې قزاقستان ته د افغانستان صادرات ډېر شوي دي.

ورته مهال، «په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» رییس ارمان یوسین‌تایف ویلي چې د سوداګرۍ دا کور د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې په کچه او ارزښت کې د زیاتوالي په موخه پرانېستل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې استانه له طالبانو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته لېواله ده.

له دې وړاندې نورالدین عزیزي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له قزاقستان او ترکمنستان سره یې په هرات کې د لوژیستکي مرکز پر جوړولو هوکړه کړې ده. نوموړي د دغه مرکز د جوړولو موخه سویلي اسیا ته د روسیې د تېلو په ګډون د سیمې صادرات بللي دي.

طالبان په تېرو نږدې درېیو کلونو کې له قزاقستان او ترکمنستان سره نږدې سوداګریزې اړیکې لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x