روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۵

طالبان: هیله لرو د ایران ولسمشر او ملګري یې وژغورل شي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ایراني ولسمشر سېدابراهیم رییسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د لېږدونکې الوتکې لوېدو راپورونو له خپرېدو وروسته، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي چې وضعیت په «وېره او هیله» څاري.

د ایراني ولسمشر سېدابراهیم رییسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د لېږدونکې الوتکې لوېدو راپورونو له خپرېدو وروسته، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي چې وضعیت په «وېره او هیله» څاري.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت یکشنبه د غويي پر ۳۰مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي: «دوی د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د هغوی د نورو ملګرو د لېږدونکې چورلکې د برخلیک په اړه راپورونه په وېره او هیله‌منتیا څاري.»

نوموړي وزارت زیاته کړې: «[طالبان] په دغه سخت وضعیت کې د ګاونډي ایران له حکومت او ورور ملت سره ولاړ دی او هیله لري چې ناوړه پېښه نه وي شوې.»

په خبرپاڼه کې هیله ښودل شوې چې ژغورنکې ډلې به د ایران ولسمشر او د هغه د سفر ملګرو پر ژغورلو بریالي شي.

د یادونې ده چې په دې الوتکه کې د ختیځ اذربایجان والي ایت‌الله ال هاشم هم سپور و.

تسنیم خبري اژانس ویلي چې نامناسبې هوا او سختو لوخوړو د ایران د ولسمشر سیدابراهیم رییسي لېږدونکي چورلکي د لټون عملیات له ستونزو سره مخ کړي دي.

د راپور په حواله، د پېښې اصلي ځای د ایران د ختیځ اذربایجان ولایت د ورزقان او جلفا سیمو ترمنځ عمومي محدوده «دیزمار ځنګل» کې دی.

 

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x