په پاکستان کې د شهباز شریف په مشرۍ د نوي حکومت له جوړېدو سره سم، طالبانو هیله ښودلې چې د دې ډلې او اسلاماباد ترمنځ اړیکې ښې او پراخې شي.
د طالبانو وياند ذبيحالله مجاهد د دغې ډلې تر کنټرول لاندې ملي تلويزيون ته ویلي چې طالبان له پاکستان، سيمې او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتوونکي دي.
دی زیاتوي: «افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي، د نوي حکومت په جوړېدو سره دې د دواړو هېوادونو اړيکې ښې شي، په تېره بيا د سوداګرۍ په برخه کې چې زموږ اړتيا ده او شته ستونزو ته دې رسېدنه وشي، د دواړو خواوو لپاره د ګاونډيتوب اړيکې اړینې دي.»
مجاهد ټینګار کړی چې طالبان له پاکستان سره د اړیکو ښهوالي ته چمتو دي.
د ویلو ده چې د پاکستان پارلمان د کب پر ۱۳مه د ۲۰۱ رایو په اکثریت شهباز شریف د دغه هېواد د نوي صدراعظم په توګه وټاکه.
له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
پاکستان ادعا کوي چې افغان طالبانو د ټيټيپي جنګیالیو ته پټنځایونه ورکړي او دا ډله په افغانستان کې دننه بریدونه پلانوي او په پاکستان کې یې ترسره کوي؛ خو طالبانو تل دا ادعاوې پروپاګند بللې دي.
اړوندې لیکنې :
- د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه
- په افغانستان کې د ټولشموله حکومت له جوړېدو څخه کوم کسان ډارېږي؟
- ماموندزی: هند په فعاله توګه ډیپلوماتان هڅولي چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې ونیسي
- طالبان: هیله لرو د ایران ولسمشر او ملګري یې وژغورل شي
- طالبان وايي له روسیې سره یې ډیپلوماټیکې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي
- طالبان ولې د افغانستان له ګاونډیانو سره سوله ییزې اړیکې نه شي ساتلی؟