روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۳۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۳۳

طالبان: هڅه کوو د بدخشان موضوع د خلکو په همکارۍ حل کړو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په بدخشان کې رامنځته شوي کړکېچ ته په غبرګون کې ویلي چې هڅه کوي دا ستونزه د خلکو په همکارۍ حل کړي.قانع شنبه د غويي پر ۱۵مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دمګړۍ حالت عادي دی او سیمه د دغې ډلې د ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په بدخشان کې رامنځته شوي کړکېچ ته په غبرګون کې ویلي چې هڅه کوي دا ستونزه د خلکو په همکارۍ حل کړي.

قانع شنبه د غويي پر ۱۵مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دمګړۍ حالت عادي دی او سیمه د دغې ډلې د ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

نوموړي زیاته کړې: «د کوکنارو د کښت په تړاو د ملا هبت‌الله اخوندزاده[د طالبانو مشر] فرمان څرګند او روښانه دی او [طالبان] یې پلي کولو ته ژمن دي.»

دا په داسې حال کې ده چې سرچینو ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو د درایم ولسوالۍ اوسېدونکو د لاریون له پراخېدو او د بدخشان جرم او ارګو ولسوالیو ته د کړکېچ غځېدو له وېرې د دغه ولایت تر ګواښ لاندې سیمو کې تازه دمي ځواکونه ځای پر ځای کړې دي.

ورته مهال، د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې سرچینې وايي چې احتجاج کوونکو له طالب مذاکره کوونکي پلاوي سره له خبرو ډډه کړې ده.

د یادونې ده چې د راپورونو په حواله، دغه لاریونونه د بدخشان د درایم ولسوالۍ د اوسېدونکو له خوا هغه مهال پېل شول چې طالبانو د کوکنارو د کښت د له‌منځه وړلو لپاره دغې ولسوالۍ ته تللي و چې له ځايي اوسېدونکو سره تر ښکېلېدو وروسته یو ولسي وګړی ووژل شو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x