روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۵۵

طالبان: ملګري ملتونه زموږ د رسمیت پېژندنې په تړاو غېراصولي چلن کوي

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو بنسټونو ګډ راپور ته په غبرګون کې ویلي چې دا سازمان د دوی د رسمیت‌پېژندنې په برخه کې «غیراصولي» چلن کوي.

مجاهد شنبه د سلواغې پر ۲۸مه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي چې په هېواد کې د ښځو حقوق «خوندي» دي او ملګري ملتونه دې له دوی سره «غیراصولي چلن» نه کوي.

نوموړي زیاته کړې چې د حکومتونو رسمیت‌پېژندنه ځانګړي اصول لري او په دې برخه کې د «پلمې» نه جوړېږي.

مجاهد زیاته کړې: «د رسمیت پېژندنې موضوع خپل اصول لري، د نړیوالو معیارونو له مخې دې یوازې د څو کسانو مرکې معیار نه نیول کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما)، د دغه سازمان د ښځو څانګې او د کډوالو نړیوال سازمان په خپل ګډ تازه راپور کې د طالبانو د رسمیت‌پېژندنې موضوع د ښځو له نظره ارزولې ده.

د دغو بنسټونو د موندنو پر بنسټ، په افغانستان کې ډېری ښځې د طالبانو د رسمیت رسمیت‌پېژندنې پلوۍ نه دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x