له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو خبرونو خپرېدو ته طالبانو غبرګون ښودلی دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد سهشنبه د وري پر ۷مه له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو په زوره ایستل «ناقانونه، د نړیوالو معیارونو، اسلامي او ګاونډیتوب اصولو خلاف» کړنه بللې ده.
مجاهد دا څرګندونې د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي راډیو ټلویزیون سره په خبرو کې کړې دي.
نوموړي د کوم ځانګړي هېواد له نوم اخیستلو پرته ویلي چې افغان کډوال دې د وسيلې په توګه نه کارول کېږي.
ذبیحالله مجاهد زیاته کړې چې غواړي ټول کډوال افغانستان ته راستانه شي؛ ځکه په خبره یې، هېواد امن او ټولو ته د کار زمینه برابره ده.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د هغو افغان کډوالو چې د اېسيسي يا افغان وګړو کارډ په نامه اسناد لري، افغانستان ته د بېرته ستنولو لپاره د چمتووالي د پېل خبر ورکړی دی.
د یادونې ده چې له دې وړاندې په لومړي پړاو کې پاکستان د هغو افغان کډوالو چې په دغه هېواد کې د اوسېدو لپاره یې قانوني اسناد نه لرل، په زوره افغانستان ته د ستنولو لړۍ پيل کړې وه.
اړوندې لیکنې :
- طالبان: برېښنا شرکت د څلورو ګاونډیو هېوادونو ۶۲۷ میلیونه ډالره پور ورکړی دی
- بلینکن: د طالبانو له خوا پر ښځو د کار او زدهکړو بندیز د افغانانو د غوښتنې خلاف چاره ده
- نوازشریف: د پاکستان نړیوال باور له ګاونډیو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو په ښه کېدو پورې تړلی
- د امنیت شورا ناستې پای؛ ۱۱ هېوادونو غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو ځپل پای ته ورسېږي
- افغان کډوالو ته د پاکستان خبرداری:په سیاسي او ټاکنیزو فعالیتونو کې مو ښکېلتیا، ناقانونه ده
- له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل؛ درې لوړپوړي امریکايي چارواکي اسلاماباد ته سفر کوي