روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۱۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۱۵

طالبان: د دوحې په غونډه کې ګډون ګټور نه دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوحې په غونډه کې د خپل ګډون په اړه ویلي چې طالبان د یواځيني «مسوول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب» ګډون کوي؛ خو د دغه وزارت په ټکو، په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله بې‌پاېلې ګډون ګټور نه دی بلل شوی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې شنبه د سلواغې پر ۲۸مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې کړې دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک او د څو محدودو لوریو تر «اغېز او فشار» لاندې رانه شي، نو په خبره یې، د دې امکان شته چې له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتوني ګوتیریش په مشرۍ د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته یو «ښه فرصت» و چې د خبرپاڼې په حواله، پر اختلافي ټکو پکې په واضحې او په نتیجه ولاړې خبرې شوې وای.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې سبا د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو ځانګړو استازو په ګډون، د قطر پلازمېنې دوحه کې یوه غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک پر بنسټ، «د افغانستان د خپلواکې ارزونې» د راپور وړاندیزونه ارزول کېږي.

له دې وړاندې طالبانو ویلي و چې دې ناستې ته وربلل شوې دي.

ورته مهال، څه موده وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي چې که د دوحې غونډه کې یې شرایط له پامه وغورځول شي، برخه اخیستل پکې غوره نه بولي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x