روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۵۳
: 1

طالبان: د دوحې ناستې په تړاو له مفصلو معلوماتو وروسته د ګډون پرېکړه کوو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ته ویلي چې دوی به د دوحې ناستې د «جوړښت، اجنډا او ترکیب» په تړاو له مفصلو معلوماتو وروسته د ګډون پرېکړه وکړي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي دوشنبه د سلواغې پر ۱۶مه په خپله ایکس‌پاڼه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي سینیرلي اوغلو او متقي ترمنځ د کتنې خبر وکړی دی.

په دې کتنه کې متقي زیاته کړې چې طالبان له ملګرو ملتونو سره «رغنده تعامل» ته لېواله دي.

نوموړي ویلي: «د افغانستان اوسنی وضعیت او د یوناما په شتون کې د بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنې ته کوم موجه دلیل او اړتیا نه لیدل کېږي.»

ورته مهال، بلخي د فریدون سینیرلي اوغلو په حواله لیکلي چې نوموړی د دوحې په ناسته کې د طالب پلاوي د ګډون غوښتنه کړې ده.

له دې وړاندې متقي د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا د دوحې راتلونکې ناستې د «اجنډا او ترکیب» په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د طالبانو د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي و چې استازی یې د دوحې راتلونکې ناستې ته بلل شوی دی.

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیرېش ویاند سټیفن دوجاریک ویلي و چې ټاکل شوې د روانې میاشتې په وروستیو کې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړو استازو او ځينو نورو بنسټونو په ګډون غونډه جوړه شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x