روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۲

طالبان: د تېرو درېیو اوونیو ورښتونو له کبله ۶۰ کسان مړه شوي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په ټول هېواد کې د تېرو څه باندې درېیو اوونیو د واورې او باران ورښت له کبله ۶۰ کسان مړه شوي دي.

د نوموړي وزارت ویاند ملا جانان سایق چهارشنبه د کب پر ۲۳مه په یوې خپرې کړې ویډيو کې ویلي چې په دې موده کې ۲۳ کسان ټپيان شوي هم دي.

هغه زیاته کړې چې یو زر او ۶۰۰ کورونه په بشپړه یا کمه توګه ویجاړ شوي او ۱۷۷ زره او ۹۱۱ کورني څاروي له منځه تللي دي.

د نوموړي په خبره، دغه وزارت له نړیوالو او ملي بنسټونو سره په ګډه توانېدلی چې له ۲۲ زره او ۴۱۵ کورنیو سره د خوړو او سرپناه مرسته وکړي.

جانان سایق زیاته کړې چې له زیانمن شویو سره د مرستې وېش دوام لري.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې طبیعي پېښو ګڼ شمېر کسانو ته د سر زیان سربېره مالي زیانونه هم اړولي دي.

په تازه پېښه کې د زابل په کلات ښار کې د یوې کوټې چت پرېوتو له کبله یو کس مړ شوی او درې نور ټپيان شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x