هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۲۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۰-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۰-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۱۴:۲۸
: 2

طالبان: د امریکا له‌خوا زموږ سره د میلیاردونو ډالرو د مرستو ادعاوې ناسمې دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : ‏د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د امریکا له‌خوا دوی سره د میلیاردونو او میلیونونو ډالرو د مرستو ادعاوې ناسمې دي او دوی یې په کلکه ردوي.

 

‏د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د امریکا له‌خوا دوی سره د میلیاردونو او میلیونونو ډالرو د مرستو ادعاوې ناسمې دي او دوی یې په کلکه ردوي.

هغه وایي، چې امریکا دغه پېسې د خپلو ځواکونو او افغان همکارانو په اېستلو لګولي دي.

تر دې وړاندې د امریکا منتخب ولسمشر د سې شنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې ویلي و، چې امریکا طالبانو ته په مېلیاردونو ډالر ورکوي او دا مساله ورته د منلو وړ نه ده.

هغه ویلي، چې پر طالبانو باید مرستې بندې شي.
تر هغه وړاندې د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي ټیم بورچټ ټرمپ ته په یوه پرانیستي لیک کې له طالبانو سره د امریکا د نغدي مرستو د سملاسي بندولو غوښتنه کړې وه.

‏ښاغلي فطرت پر اېکس پاڼه د یو بیان په خپرولو سره ویلي، دغه ټولې پیسې امریکا د افغانستان په نوم په خپلو موخو لګولي او هڅه کوي چې له دې لارې د طالبانو پر ضد پروپاګند وکړي.

په دغې لیکنه کې راغلي، امریکا نه یوازې دا چې دوی ته یوه روپۍ هم نه ده ورکړې؛ بلکې د افغانستان د خلکو مېلیاردونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي.

د هغه په وینا:« موږ هم غواړو، چې امریکا دې د مرستو په نوم دغه ډول لګښتونه ودروي؛ ځکه چې دغه پیسې د افغانستان د خلکو په درد نه خوري.»

‏ هغه زیاته کړې، چې د دوی ډله له امریکا څخه د کومې مرستې تمه نه لري او نه یې هم د مرستې غوښتنه کړې.

‏هغه وړاندې کاږي: «هغه پیسې چې امریکا یې یادونه کوي، د امریکا هغه لګښتونه دي چې ډېره برخه یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر تېښته او وتلو مصرف شوې او یا د هغو افغانانو په وتلو او ځای پر ځای کولو لګول شوې، چې له دوی سره یو ځای له افغانستانه وتښتېدل.»

‏هغه وایي، کېدای شي د دغو مرستو یوه اندازه د نړۍوالو موسسو له لارې د بشري مرستو په نوم هم لګېدلې وي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x