روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۱

طالبان ترکمنستان ته د افغانستان د صادراتو زیاتېدو غوښتونکي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوض‌اوف سره په لیدنه کې د دې ډلې او عشق‌اباد ترمنځ د صادراتو او سوداګرۍ پر توازن ټینګار کړی دی.عزيزي او د ترکمنستان سفير د شنبې‌ ورځ، مرغومي په ۲۳مه په کابل کې لیدنه کړې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوض‌اوف سره په لیدنه کې د دې ډلې او عشق‌اباد ترمنځ د صادراتو او سوداګرۍ پر توازن ټینګار کړی دی.

عزيزي او د ترکمنستان سفير د شنبې‌ ورځ، مرغومي په ۲۳مه په کابل کې لیدنه کړې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو ناستو او نږدې راتلونکي کې په عشق‌اباد کې د افغاني محصولاتو د نندارتون د جوړېدو هوکړې ته رسیدلي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې لیدنه کې د طالبانو او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالي پر پلان او همداراز د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د ورکړې پر اسانتیاوو خبرې شوې دي.

د روان کال د لیندۍ په ۲۵مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې ترکمنستان غواړي له دې ډلې سره خپله سوداګري یو میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

هغه مهال د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره د یوې ګډې ستراتیژۍ د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x