د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې پر دغه شرکت د څلورو ګاونډیو هېوادونو ۶۲۷ میلیونه ډالره پاتې پورونه یې ادا کړی دی.
دا خبره د دغه شرکت ویاند حکمتالله میوندي سهشنبه د سلواغې پر ۱۷مه په خپله ایکسپاڼه کې کړې ده.
د نوموړي په خبره، دا پورونه د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران و او په بشپړه توګه یې تادیه کړي دي.
میوندي یادونه کړې چې دا پورونه پر پخواني حکومت پاتې و.
د یادونې وړ ده چې افغانستان د اړتیا وړ ډېره برېښنا له ایران، ازبکستان او ترکمنستان څخه واردوي.
د روان کال د جدي میاشتې په لومړیو کې برېښنا شرکت اعلان وکړ چې تر ۲۰۲۴ کال پورې د دغه شرکت او تاجکستان ترمنځ د برېښنا تړون غځول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د ژمي په راتګ بیا ډېری اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوۍ سر ټکوي.
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو برېښنا شرکت: نن به د افغانستان په څوارلسو ولایتونو کې برېښنا پرچاوه وي
- طالبان: له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو شړل د نړیوالو معیارونو خلاف چاره ده
- نوازشریف: د پاکستان نړیوال باور له ګاونډیو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو په ښه کېدو پورې تړلی
- جاپان له افغانستان سره ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته کوي
- امریکا له اوکراین سره ۴۲۵ میلیونه ډالره نوې مرسته وکړه
- نړۍوال بانک له افغانستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي