هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۵۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۴
ساعت : ۲۳:۵۹
: 1

طالبانو په کابل کې لسګونه نجونې د حجاب د نه رعایت له امله نیولي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د بشري حقونو څار سازمان څېړونکې سحر فطرت ویلي، چې طالبانو د جولای له ۱۶مې نېټې راهیسې په کابل کې لسګونه نجونې یوازې د دې لپاره نیولې دي چې ګواکي له حجاب څخه سرغړونه یې کړې.نوموړې په خپل څېړنیز راپور کې ادعا کړې چې دا نیونې د طالبانو له‌خوا د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» د هغه قانون دوام دی، چې د تېر کال په اګسټ کې نافذ شوی و.

د بشري حقونو څار سازمان څېړونکې سحر فطرت ویلي، چې طالبانو د جولای له ۱۶مې نېټې راهیسې په کابل کې لسګونه نجونې یوازې د دې لپاره نیولې دي چې ګواکي له حجاب څخه سرغړونه یې کړې. 

نوموړې په خپل څېړنیز راپور کې ادعا کړې چې دا نیونې د طالبانو له‌خوا د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» د هغه قانون دوام دی، چې د تېر کال په اګسټ کې نافذ شوی و. 

د راپور له مخې، طالبانو غواړي ښځې له خپل ټولنیز حضور څخه محرومې، د دوی غږ پټ او د بدن هره برخه یې تر پردې لاندې راولي. 

سحر فطرت دغه چلندونه د جنسیتي توپیر څرګنده بېلګه بللې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د ښځو د حقونو د دفاع لپاره دا عمل د جرم په توګه وپېژني او لازم اقدامات وکړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x