د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، افغانستانی ښځې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي؛ چې نه یوازې یې د زدهکړې، کار، تګ راتګ او ټولنیز ګډون حقونه تر پښو لاندې شوي، بلکې د ژوند په ټولو برخو کې تر فشار لاندې راغلي دي.
د ایرو اېشیا ژورنال په یوه وروستي راپور کې راغلي چې طالبان په یوه منظم سیاست سره هڅه کوي د ښځو رول، لید او فعالیت له ټولنې څخه حذف کړي، او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو، د ښځو پر کار، او د هغوی پر تګ راتګ سخت بندیزونه لګول شوي دي.
راپور زیاتوي چې د دغو بندیزونو له امله زرګونه ښځې بېکاره شوي او اړ شوې چې غېر رسمي، کمعاید او له خطر ډک کارونه ترسره کړي.
هغه ښځې چې کوچني یا آنلاین کاروبارونه پیل کړي، اوس د انټرنېټ د محدودیتونو، لوړو بیو او اقتصادي ستونزو له امله له نورو خنډونو سره مخ دي.
سره له دې، راپور وايي چې افغانستانی ښځو خپل مقاومت، هوډ او هڅې نه دي پرېیښي، خو که نړیوال ملاتړ او بنسټیز اصلاحات رامنځته نه شي، دا مبارزه ښايي چوپ پاتې شي.
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره د جاپان ټولې مرستې ۴۴۷ ملیون ډالرو ته لوړې شوې
- د طالبانو په واکمنۍ کې اقتصادي ستونزې؛ په ننګرهار کې يو ځوان د موټر تر ټاير لاندې ځان اچولی…
- محسن داوړ: د پښتنو د حقونو لپاره، لومړی باید د طالبانو په وړاندې مبارزه وشی
- فايق: د طالبانو په واکمنۍ کې د خلکو ترمنځ فکري امنيت او ذهني سکون نشته
- معترضې ښځې: د طالبانو د بندیزونو له امله افغان مېرمنې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوې
- په فاریاب کې یو سړی د طالبانو د کرنې وزیر د ماما زوی تر شکنجې لاندې وژل شوی