د طالبانو د امر بالمعروف ریاست له نوو فرمانونو سره سم، په کندهار ښار کې ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له کوچنیو خوړنځیو، شېریخخانو او ورته عامو ځایونو څخه استفاده وکړي، کهڅو دا ځایونه جلا خوندي برخې هم لري.
د سیمې دوکانداران وایي چې دا بندیزونه نه یوازې د ښځو پر ازاد تګ راتګ برید دی، بلکې د دوی پر کاروبارونو هم ژور منفي اغېز کوي.
سرچینې وایي، طالبان د ښځو حضور ته حتا په کورنۍ چوکاټ کې هم مشکوک دي، او له هغو کسانو پوښتنې کوي چې ښځینه او نارینه یوځای لیدل کېږي.
دا تازه بندیزونه د طالبانو د پالیسیو دوام ښيي چې له مخکې یې نجونې له ښوونځیو، پارکونو او نور ټولنیزو فعالیتونو راګرځولي، او اوس یې تر خوړنځیو هم محدودې کړې دي.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو په کندهار کې په «رسمي او نارسمي ناستو» کې پر انځور اخیستلو بندیز لګولی
- د کندهار د وروستي برید د تلفاتو زیاتوالی؛ طالبانو د یو شمېر قربانیانو د جنازو پر بدرګې بندیز لګولی
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- د طالبانو امر بالمعروف په دایکندي کې له رسنیو سره د ښځو پر کار بندیز لګولی
- بلینکن: د طالبانو له خوا پر ښځو د کار او زدهکړو بندیز د افغانانو د غوښتنې خلاف چاره ده
- په خوست کې طالبانو له رسنیو سره د ښځو او نجونو پر ټیلفوني اړېکې بندیز ولګاوه