هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۱۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۴-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۴-۱۴۰۴
ساعت : ۱۶:۱۴
: 1

هېدربار: د طالبانو د مشر د نیولو حکم صادرېدل، د عدالت په ګټه دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د جرمونو نړۍوالې جنایي محکمې له‌خوا د طالبانو مشر د نیولو حکم تر خپرېدو وروسته، د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو حقونو څانګې مشرې هېدربار ویلي، چې د جرمونو دوام او د تکرار د مخنیوي اړتیا د دغه حکم د صادرېدو اصلي لاملونه وو.نوموړې چهارشنبه، د چنګاښ ۱۸مه، په خپلې اېکس‌پاڼې د جرمونو نړۍوالې محکمې دا اقدام د عدات لپاره ګټور بللی دی.

د جرمونو نړۍوالې جنایي محکمې له‌خوا د طالبانو مشر د نیولو حکم تر خپرېدو وروسته، د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو حقونو څانګې مشرې هېدربار ویلي، چې د جرمونو دوام او د تکرار د مخنیوي اړتیا د دغه حکم د صادرېدو اصلي لاملونه وو.

نوموړې چهارشنبه، د چنګاښ ۱۸مه، په خپلې اېکس‌پاڼې د جرمونو نړۍوالې محکمې دا اقدام د عدات لپاره ګټور بللی دی.

هغې په خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «محکمه په دې نظر ده، چې دا اقدامات (جرمونه) دوام لري او د نیولو د حکمونو په تړاو عامه پوهاوی ښايي د دې جرمونو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره اغېزمن وي. 

په همدې اساس، محکمه په دې نظر ده چې د دې حکمونو عمومي افشاکېدل د عدالت په ګټه دي.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د طالبانو د مشرانو د نیولو حکم د افغان ښځو او نجونو لپاره د عدالت د ترلاسه کېدو پر لور یو مهم ګام بللی و. 

هغه ویلي، دا پرېکړه ښيي چې د بشري حقونو سرغړونکو ته به نور معافیت ورنه کړل شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x